شتۍ ولاړې نۀوې سخال هم لاړې شتۍ سمندرونو ښې چې لوئے طوفانونه راشي نو شتۍ هم ودريږي د غورځنګونو نه پس د طوفانونو نه پس شتۍ واپس رادرومي داسې به زۀ هم راځم د بيا بيا تللو په نيت واپس خو هر څو راځي څو چې مې زړۀ ښې اوسي زما وړه محبوبا چې مې لېمۀ ښې اوسي هغه جوړ نۀ رادرومي تللي خو ټول راغلي په چا چې ژوند مې اباد آ دې هم راشي نه باور لرم په نصيب خو په خپل ځان نۀ لرم زۀ به تاريخ بدلوم شتۍ به نۀ سوزوم دا ال چې درومي شتۍ زۀ ورسره به ځمه خو بيا به هم راځمه بس د هغو د پاره چې ضرورت يې زۀ يم چې انتظار مې وې زۀ به ضرور راځمه ملګرو مينه شيندم نغمې د مينې وايم
© Hanif Khalil. ژباړې, 2014