په حرارت د ژوند ښې
له چې شپې شي يخې
زړۀ په هوا غوندې شي
چې چرته والوزمه
د لرې لرې ښاريو
د سيل مزې واخلمه
دا زړۀ مې ولې غواړې
په دې موسم ښې مستې
د نؤو سيمو په لور
خپلې فِضا نه اوځي
څۀ خو سبب يې پار
د خپله ځانه اوځي
دا د ورونو ګرمي
ګرمي جذبې سړې ړي
وايم چې نوي ياران
بيا بيا قصې زړې ړې
چې د زړۀ بوج مې سپ شي
دا سلسلې اوږدې ړې
دا د سفر خوندونه
دا د مزې سېلونه
دومره سرور چې لري
بيا په واپس راتللو
په ښاريه د زړۀ ښې
بې قراري ولې وي
ستورے د بخت وي چرته
دا تاريي ولې وي
|